اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

«چا چې اور بل کړی، هماغه د وینې بهېدو پړه هم پر غاړه لري»؛ محمود خان اڅکزی

«چا چې اور بل کړی، هماغه د وینې بهېدو پړه هم پر غاړه لري»؛ محمود خان اڅکزی

«چا چې اور بل کړی، هماغه د وینې بهېدو پړه هم پر غاړه لري»؛ محمود خان اڅکزی

بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)

د پاکستان د واکمنۍ د مخالفو ډلو نومیالي مشر محمود خان اڅکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، په دې سیمه کې روانه وینه‌ تویونه، چاودنې او وسلوالې نښتې بې‌ سببه نه دي، بلکې د هغو تګلارو پایله ده چې له کلونو راهیسې پلې کېدې

نوموړي ویلي، هېڅ انسان بې له درده، زور او ناخوالو وسله نه رااخلي او هغه کسان چې نن د ګډوډۍ او وېرې کیسې کوي، هماغوی پخپله د دې اور بلونکي وو

اڅکزي ویلي، د افغانستان د جګړې په کلونو کې په پاکستان کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي راټولېدل، روزل کېدل او جګړو ته لېږل کېدل

د ده په وینا، هماغه مهال داسې ډلې پیاوړې شوې چې وروسته یې ټوله سیمه په وینو، وېرې او ناامنۍ کې ډوبه کړه

هغه زیاته کړې، د هماغو تګلارو له امله داسې کسان راپیدا شول چې نن د سیمې د ارامۍ لپاره ستر ګواښ ګڼل کېږي

نوموړي ویلي، د تېر وخت هېڅه پېښه په رښتینې بڼه ونه څېړل شوه او نه هم له چا پوښتنه وشوه چې دا اور چا بل کړ، چا خلک جګړو ته ټېل وهل او چا د سیمې راتلونکی تیارو ته ورټېل واهه

د ده په خبره، کلونه تېر شول خو لا هم د زرګونو بې‌ګناه خلکو د وینې حساب چا ورنه کړ

محمود خان اڅکزي ټینګار کړی، تر هغو چې د تېر وخت پټې کیسې راڅرګندې نه شي او رښتیا خلکو ته ونه ویل شي، په دې خاوره کې به تلپاتې سوله رانه شي. هغه ویلي، ولسونه د جګړو، چاودنو او وژنو له ستړیا تر ستوني رسېدلي او اوس د رښتیا ویلو او روڼتیا غوښتنه کوي

هغه دا هم ویلي، د سیمې خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ کورونه وران شول، زرګونه ماشومان یتیمان شول او ګڼې میندې د خپلو زامنو په ویرونو کېناستې دي، خو بیا هم د دې ټولو ناخوالو ریښه چا خلکو ته ونه ښوده

د نوموړي په وینا، که د تېر وخت تېروتنې په زغرده ونه منل شي، راتلونکی به هم له ناامنۍ او وېرې ډک وي

شنونکي وایي، د اڅکزي دغه خبرې په داسې مهال مخې ته راځي چې پاکستان یو ځل بیا د وسلوالو بریدونو، چاودنو او ناامنۍ له ډېرېدو سره مخ دی

د دوی په اند، د تېرو جګړو اغېزې لا هم په سیمه سیوری غوړولی او خلک غواړي پوه شي چې دا اوږده وینه‌تویونه چا پیل کړي وو او ولې تر اوسه یې پای نه ښکاري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto