اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

«سپکاوی او وحشتناک چلند»؛ د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائیلي وزير کړنې وغندلې

«سپکاوی او وحشتناک چلند»؛ د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائیلي وزير  کړنې وغندلې

«سپکاوی او وحشتناک چلند»؛ د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائیلي وزير کړنې وغندلې 

بریا نیوز (دوشنبه ،۴جوزا، ۱۴۰۵)

د متحده عرب اماراتو، اردن، ترکيې، مصر، اندونيزيا، پاکستان، سعودي عربستان او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو د غزې لپاره د مرستو رسوونکو کسانو او بشري فعالانو پر وړاندې د اسرائیلو د ملي امنيت د وزير  چلند په کلکه غندلی او هغه یې «وحشتناک، له سپکاوي ډک او د نه منلو وړ» بللی دی

د دغو هېوادونو د ګډ غبرګون له مخې، د بشري مرستو له کارکوونکو او هغو کسانو سره ناوړه چلند چې د جګړې له ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره هڅې کوي، د انساني ارزښتونو او نړيوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده

د بهرنيو چارو وزيرانو په خپره شوې ګډه څرګندونه کې ويل شوي، غزه له سخت بشري ناورين سره مخ ده او خلک د خوړو، درملو او بنسټيزو اړتياوو له کمښت کړېږي، نو ځکه د مرستو رسوونکو کسانو سپکاوی او ځورول د منلو وړ نه دي

هغوی ټينګار کړی، مرستندويه ډلې او بشري فعالان بايد خونديتوب ولري او نړیواله ټولنه بايد د هغو کړنو مخه ونيسي چې د مرستو رسولو بهير له خنډ او ګواښ سره مخ کوي

دغه هېوادونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په غزه کې د ملکي وګړو د خونديتوب، د بشري مرستو د ازاد تګ راتګ او د جګړې د درولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي

شنونکي وایي، د غزې جګړې او د اسرائیلي چارواکو وروستیو څرګندونو او کړنو په اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي

د دوی په اند، د سيمې د هېوادونو دغه ګډ دريځ ښيي چې د غزې د بشري وضعيت په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زياتېږي

په وروستيو مياشتو کې غزه د سختو بريدونو، لوږې، بې‌ځايه کېدو او د روغتيايي خدمتونو د کمښت له امله له ژور بشري ناورين سره مخ شوې او ګڼ نړیوال بنسټونه د اوربند او د بشري مرستو د پراخېدو غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto