news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

حکمتیار: یوازې بلوغ د واده لپاره بسنه نه کوي، فکري پخوالی هم شرط دی

حکمتیار: یوازې بلوغ د واده لپاره بسنه نه کوي، فکري پخوالی هم شرط دی

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار ویلي چې د ماشومانو ودونه د قرآن کریم له لارښوونو او انساني فطرت سره په ټکر کې دي.

بریانیوز- چهارشنبه، ٢٠ جوزا ١٤٠٥

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار په یوه تازه لیکنه کې ویلي چې د ماشومانو ودونه د انساني فطرت او د قرآن کریم له لارښوونو سره سمون نه لري. نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې مور او پلار حق نه لري خپل اولادونه په زور او د هغوی له رضایت پرته واده ته اړ کړي.

ښاغلی حکمتیار په خپله مقاله کې چې «ایا د نابالغې نجلۍ نکاح جواز لري؟» ویلي چې نکاح د ښځې او سړي ترمنځ یو مهم دیني او ټولنیز تړون دی او موخه یې د سالمې کورنۍ جوړول، د اولادونو سالمه روزنه او د ټولنې سلامت ساتل دي، نه یوازې د جنسي غریزې پوره کول.

نوموړي زیاته کړې چې د واده لپاره یوازې بیولوژیکي بلوغ بسنه نه کوي، بلکې فکري پخوالی او د ګډ ژوند د سم مدیریت وړتیا هم اساسي شرطونه دي. د هغه په وینا، قرآن کریم د بلوغ ترڅنګ پر «رشد» هم ټینګار کوي او له دې شرط پرته واده د قرآني معیارونو سره سمون نه لري.

ښاغلی حکمتیار د خپلې مقالې په یوه برخه کې اجباري ودونه د اخلاقي فساد لامل بللي او ویلي یې دي چې مور او پلار باید خپل نظرونه او غوښتنې پر اولادونو ونه تپي.

هغه د کم عمره نجونو د ودونو په اړه ځینې مشهور روایتونه او دودیز تفسیرونه هم تر پوښتنې لاندې راوستي او ادعا یې کړې چې دا ډول برداشتونه د قرآن کریم له آیتونو، عقل او انساني فطرت سره همغږي نه دي.

دا مقاله په داسې حال کې خپره شوې چې د طالبانو د «د زوجینو د تفریق اصولنامې» په اړه بحثونه او نیوکې زیاتې شوې دي. دغه سند چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح شوی، په یوه جنجالي برخه کې د «نکاح صغار» تر عنوان لاندې د ماشومانو ودونه په رسمیت پېژني. دا موضوع د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

ښاغلي حکمتیار د خپلې لیکنې په بله برخه کې ویلي چې هېڅوک، د پخواني مېړه په ګډون او نه هم د کورنۍ غړي، حق نه لري چې کونډې او یا طلاق شوی ښځې د بیا واده کولو څخه منع کړي. د هغه په وینا، اسلام د کونډو او طلاق شوو ښځو اولیاوو ته لارښوونه کوي چې هغوی د خپلې خوښې له سړي سره له واده کولو څخه ونه ګرځوي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې د ښځو خپلوان باید پر هغوی فشار او ځورونه ونه کړي او خپلې غوښتنې پرې تحمیل نه کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto