news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کندهار اوسېدونکي: په شخصي لباس کې د وسله‌والو ګرځېدل ستونزې زیاتې کړې دي

د کندهار اوسېدونکي: په شخصي لباس کې د وسله‌والو ګرځېدل ستونزې زیاتې کړې دي

د کندهار اوسېدونکي: په شخصي لباس کې د وسله‌والو ګرځېدل ستونزې زیاتې کړې دي

بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په شخصي لباس کې د طالبانو د سرتېرو ګرځېدل او د ورته وسله‌والو کسانو زیات حضور د دې لامل شوی چې عام خلک د طالبانو د نظامي کسانو او نورو نامسووله وسله‌والو ترمنځ توپیر په اسانۍ ونه شي کړای

د کندهار ځینو اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، په دې وروستیو کې په ښار کې داسې وسله‌وال کسان ډېر لیدل کېږي چې رسمي نظامي یونیفورم نه لري او د پلتڼځایونو جوړېدو ته ورته حالتونه هم زیات شوي دي

دوی اندېښنه ښودلې چې د وسله‌والو کسانو د پېژندنې نشتوالی د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي او ښايي د امنیتي پېښو پر مهال د عامو خلکو اندېښنې زیاتې کړي

د کندهار اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو غواړي چې د وسله‌والو کسانو د تګ راتګ لپاره روښانه اصول جوړ کړي، څو خلک وکولای شي د قانوني امنیتي ځواکونو او نورو وسله‌والو ترمنځ توپیر وکړي

تر اوسه د طالبانو اړوندو ادارو د دغو اندېښنو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto