news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړې بیې زموږ ورځنی عاید کم کړی دی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړې بیې زموږ ورځنی عاید کم کړی دی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړې بیې زموږ ورځنی عاید کم کړی دی

بریانیوز جمعه - ١۹ سرطان ١٤٠٥

یو شمېر موټر چلوونکو ویلي چې د سون‌توکو د بیو لوړوالي د دوی پر ورځني عاید منفي اغېز کړی او د کار ستونزې یې زیاتې کړې دي

دوی وایي، په وروستیو کې د تېلو د بیو له زیاتېدو سره د موټرو د چلولو لګښتونه لوړ شوي، خو د مسافرو کرایې او عاید یې د دې لګښتونو له زیاتوالي سره برابر نه دي لوړ شوي

موټر چلوونکي زیاتوي چې د تېلو ترڅنګ د موټرو د ترمیم، پرزو او نورو اړینو توکو بیې هم لوړې شوې دي، چې له امله یې د ورځې پای کې د دوی پاتې عاید ډېر کم شوی دی

د دوی په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله د خلکو د تګ راتګ کچه هم کمه شوې او ډېری کسان هڅه کوي خپل لګښتونه راکم کړي، چې دا چاره د ترانسپورټ پر کاروبار هم اغېز کوي

موټر چلوونکي له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د سون‌توکو د بیو د کنټرول لپاره لازم ګامونه واخلي، څو د ترانسپورټ سکتور له لا ډېرو ستونزو سره مخ نه شي

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د تېلو د بیو بدلونونه په مستقیم ډول د ترانسپورټ پر لګښتونو او د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto