news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا عدلیې وزارت: ظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی او د مخدره توکو د قاچاق په تور به محاکمه شي

د امریکا عدلیې وزارت: ظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی او د مخدره توکو د قاچاق په تور به محاکمه شي

د امریکا عدلیې وزارت: ظاهر قدیر امریکا ته سپارل شوی او د مخدره توکو د قاچاق په تور به محاکمه شي

بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥

واشنګټن – د امریکا عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال، ظاهر قدیر، چې مخکې د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې د مخدره توکو د قاچاق او د وسلو اړوندو جرمونو په تور نیول شوی و، امریکا ته سپارل شوی دی

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، ظاهر قدیر د جمعې په ورځ د نیویارک یوې فدرالي محکمې ته حاضر کړای شو، چېرې چې قاضي پرېکړه وکړه نوموړی به د قضیې د څېړنې او محاکمې تر بشپړېدو پورې په توقیف کې پاتې شي

د امریکا عدلیې وزارت ویلي، که ظاهر قدیر د امریکا خاورې ته د مخدره توکو د واردولو په تور مجرم وپېژندل شي، لږ تر لږه به له لسو کلونو بند سزا سره مخامخ شي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د نوموړي پر وړاندې قضایي بهیر به د امریکا د نافذه قوانینو له مخې پر مخ وړل کېږي

تر اوسه د ظاهر قدیر د مدافع وکیل یا د هغه د کورنۍ له لوري د یادو تورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی

دا قضیه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د مخدره توکو نړیوال قاچاق او ورسره تړلي جرمونه د امریکا د عدلي او امنیتي ادارو له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي او واشنګټن ټینګار کوي چې د دغو جرمونو د عاملینو پر وړاندې به قانوني اقدامات په جدي ډول تعقیب کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto