news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ: امریکا او ایران د مذاکراتو پر بیا پیل هوکړه کړې؛ واشنګټن پر تهران نوي بندیزونه ولګول

ټرمپ: امریکا او ایران د مذاکراتو پر بیا پیل هوکړه کړې؛ واشنګټن پر تهران نوي بندیزونه ولګول

ټرمپ: امریکا او ایران د مذاکراتو پر بیا پیل هوکړه کړې؛ واشنګټن پر تهران نوي بندیزونه ولګول 

بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، امریکا او ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل پر سر هوکړې ته رسېدلي، خو ټینګار یې کړی چې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند موده پای ته رسېدلې ده

ټرمپ د خبرو د احتمالي بیا پیل هرکلی کړی، خو د اوربند د پای ته رسېدو یادونه یې په داسې وخت کې کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا لا هم پر خپل ځای پاتې ده

بل لور ته، د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د هرمز تنګي په سیمه کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې یې پر یو شمېر ایراني چارواکو، شرکتونو او مالي بنسټونو تازه بندیزونه لګولي دي

د یاد وزارت په وینا، دغه بندیزونه د هغو اشخاصو او ادارو پر ضد وضع شوي چې د ایران له پوځي او مالي فعالیتونو سره تړاو لري او د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري امنیت د ګواښولو په تور تورن دي

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پیل احتمال، له نویو اقتصادي بندیزونو سره یوځای، ښيي چې دواړه هېوادونه لا هم د ډیپلوماسۍ او فشار سیاست په موازي ډول مخ ته وړي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د سیمې د امنیتي وضعیت پرمختګونه له نږدې څاري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto