شیخ حسینه وایي، د محکمې د حاضرېدو لپاره به دسمبر کې بنګلهدېش ته ستنه شي
بریانیوز شنبه - ۲۰ سرطان ١٤٠٥
ډهلي/ډاکه – د بنګلهدېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه، چې په خپل هېواد کې د اعدام له حکم سره مخ ده او د هغې د «عوامي لیګ» ګوند فعالیت هم منع اعلان شوی، ویلي چې د روان کال په دسمبر میاشت کې به له هند څخه بېرته بنګلهدېش ته ستنه شي او محکمې ته به حاضرېږي
شیخ حسینې ویلي، پلان لري چې د عوامي لیګ له یو شمېر لوړپوړو غړو سره یو ځای خپل هېواد ته ستنه شي، څو د هغې پر ضد روانو قضیو ته په قانوني ډول ځواب ووایي
نوموړې تر اوسه د خپل هېواد د محکمو پرېکړې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د هغې پر وړاندې قضیې سیاسي انګېزه لري، خو د بنګلهدېش اوسني چارواکي وایي، ټولې قانوني چارې د نافذه قوانینو له مخې پر مخ وړل کېږي
د شیخ حسینې د احتمالي ستنېدو اعلان په داسې وخت کې کېږي چې په بنګلهدېش کې سیاسي وضعیت لا هم حساس دی او د نوموړې د بېرته راستنېدو په اړه بېلابېل سیاسي او امنیتي غبرګونونه اټکل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1702
-
اخبار افغانستان
841
-
مقاله
550
-
سیاست
185
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl