د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په امر د پوهنې وزارت د کابل د سید جمالالدین افغان دارالمعلمین ودانۍ ته د لېږد بهیر پیل شوی دی.
بریانیوز- شنبه ٢٠ سرطان ١٤٠٥
سرچینې بریانیوز ته ویلي چې د دې پرېکړې موخه یوازې د ودانۍ بدلول نه دي، بلکې په راتلونکو پړاوونو کې د پوهنې وزارت د اداري جوړښت محدودول او په تدریجي ډول یې د یوه ریاست یا کوچنۍ ادارې په کچه راټیټول دي، ترڅو د دې وزارت تشکیلات د پام وړ کم شي.
د سرچینې په وینا، طالبان هڅه کوي د دې انتقال لپاره داسې انګېرنه رامنځته کړي چې ګواکې د پوهنې وزارت پر اوسنۍ ودانۍ د یوه شخص د ملکیت دعوه ثابته شوې او هغه په محکمه کې بریالی شوی، څو د وزارت د انتقال اصلي لامل پټ وساتل شي.
یوه مسلکي سرچینه، چې د پوهنې وزارت له دننه معلومات لري، وایي د طالبانو ستر هدف یوازې د وزارت د ودانۍ انتقال نه، بلکې د ښوونیز نظام تدریجي بدلون دی. د هغې په خبره، طالبان غواړي په اوږدمهال کې د پوهنې وزارت خپلواک رول له منځه یوسي، ښوونځي له مدرسو سره مدغم کړي او داسې تعلیمي نظام رامنځته کړي چې په هغه کې تدریس یوازې د طالبانو د مذهبي تفسیر او روایت پر بنسټ ترسره شي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1702
-
اخبار افغانستان
842
-
مقاله
550
-
سیاست
185
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl