news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره نوي هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

بریانیوز - جمعه، ۲ اسد ١٤٠٥

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشر په مشرۍ د ۳۳ افغان سوداګرو او پانګوالو یوه پلاوي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې ترکیې ته سفر کړی، چې موخه یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو پراخول او د ګډو اقتصادي همکاریو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول دي

د دغه سفر په ترڅ کې افغان او ترکي سوداګرو او پانګوالو څو ګډې غونډې، سوداګریزې ناستې او د سوداګرۍ د پراختیا فورمونه ترسره کړل. په دغو غونډو کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو د سوداګرۍ، پانګونې، تولید، صادراتو او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړې

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو ویلي، د دې سفر یوه مهمه لاسته راوړنه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره د څو هوکړه‌لیکونو لاسلیک کېدل دي. د دوی په وینا، دغه هوکړه‌لیکونه به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د افغانستان د تولیداتو لپاره د ترکیې بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې مهم رول ولوبوي

د افغان پلاوي غړو همداراز له یو شمېر ترکي فابریکو، صنعتي پارکونو او سوداګریزو مرکزونو څخه لیدنې وکړې او د تولید، بسته‌بندۍ، صادراتو او صنعتي پرمختګ په برخو کې یې د همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړې

سوداګر باور لري چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا نه یوازې د سوداګرۍ د کچې په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د پانګونې د جلب، د کارموندنې د فرصتونو د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د اړیکو په ټینګښت کې هم اغېزمنه تمامېدای شي

ترکیه د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي او په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره ګڼې هڅې شوې دي. د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اسانتیاوې، بانکي همکارۍ او د لېږد رالېږد لارې لا پیاوړې شي، نو د سوداګرۍ حجم به نور هم زیات شي او د ګډو پانګونو لپاره به مناسب فرصتونه رامنځته شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto