دولت وزیري: که طالبان راته جاروکشي هم راکړي، په ویاړ به یې ترسره کړم
بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري وايي، طالبانو تر اوسه ورته د دندې وړاندیز نه دی کړی او دی هم له دې ډلې سره د دندې په اړه کومه غوښتنه یا خبرې نه دي کړې
وزیري په یوه مرکه کې له خبریال عابدالله احساس سره ویلي، له خپل هېواد سره ډېره مینه لري او که د افغانستان د خدمت لپاره ورته د جاروکشي دنده هم ورکړل شي، په ویاړ به یې ترسره کړي
نوموړي ویلي: «که جاروکشي راکړي، په ویاړ سره یې کوم
دفاع وزارت پخواني ویاند زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو ته سفرونه کړي او غواړي د هېواد پاتې سیمې هم وویني
د هغه په وینا، تر اوسه یې د بدخشان او هرات ځینې ولسوالۍ نه دي لیدلي، خو پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې دغو سیمو ته هم سفر وکړي
وزیري د افغانستان د بېلابېلو سیمو د طبیعي ښکلاوو په اړه د خپلې مینې د څرګندولو پر مهال ویلي چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ ښکلا ورته دومره ارزښت لري چې له اروپا او سویس سره یې نه بدلوي
هغه ویلي: «د کونړ دانګام ولسوالۍ په ټوله اروپا او سویس نه ورکوم، دانګام په فرانسې نه ورکوم او د ځدراڼو دره په ټول غرب نه ورکوم
دولت وزیري په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د افغانستان له طبیعي ښکلاوو او له خپل وطن سره مینه ورته تر هر ډول سیاسي اختلافاتو مهمه ده او د هېواد د خدمت هره دنده د ځان لپاره د ویاړ وړ ګڼي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?