محمود خان اڅکزي: پاکستان دې له افغانستان سره له دښمنۍ لاس واخلي
بریانیوزشنبه ( ۳۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره د دښمنۍ پر ځای دې د خبرو او متقابل تفاهم لاره خپله کړي
اڅکزي د جمعیت علمای اسلام پاکستان د مشر مولانا فضلالرحمن په کوربتوب د مخالفو ګوندونو په غونډه کې وویل، حکومت باید لومړی د افغانستان له لوري د دښمنۍ د چلند روښانه ثبوت وړاندې کړي
نوموړي ټینګار کړی چې که حکومت د افغانستان په اړه خپلې ادعاوې په قانع کوونکو شواهدو ثابتې کړي، نو دی به یې ملاتړ وکړي؛ خو تر هغه وړاندې باید له کابل سره د اړیکو په برخه کې د دښمنۍ له تګلارې ډډه وشي
اڅکزي همداراز له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي چې د سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د وروستي دفاعي تړون په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي
هغه وړاندیز کړی چې په دغه ډول دفاعي همکاریو کې دې ایران او مصر هم شامل کړل شي، څو د ده په وینا، د اسلامي هېوادونو ترمنځ یو پیاوړی ګډ ځواک رامنځته شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1770
-
اخبار افغانستان
922
-
مقاله
667
-
سیاست
297
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl