news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

لندن : بریتانیا کې د اوبو سپما غوښتنه؛ مسلمانانو او اسیایي ټولنو ته ځانګړې سپارښتنې نیوکې راپارولي

لندن : بریتانیا کې د اوبو سپما غوښتنه؛ مسلمانانو او اسیایي ټولنو ته ځانګړې سپارښتنې نیوکې راپارولي

لندن : بریتانیا کې د اوبو سپما غوښتنه؛ مسلمانانو او اسیایي ټولنو ته ځانګړې سپارښتنې نیوکې راپارولي

 بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

  د بریتانیا د اوبو د تنظیم ادارې «اف واټ» له مسلمانانو او اسیایي ټولنو غوښتي چې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره په خپلو ورځنیو چارو کې د اوبو مصرف راکم کړي

دغې ادارې مسلمانانو ته سپارښتنه کړې چې د اوداسه پر مهال دې له ډېرو اوبو له کارولو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې شاوخوا یو لیټر اوبه د یوه اودس لپاره بسنه کولی شي. دغه اداره همداراز له خلکو غوښتي چې د اوداسه پر مهال د اوبو نل په دوامداره توګه خلاص پرې نه ږدي

په ورته وخت کې، د اوبو د تنظیم ادارې له بریتانیا مېشتو اسیایي ټولنو هم غوښتي چې د وریجو د مینځلو پر مهال د اوبو مصرف کم کړي، څو د اوبو د کمښت پر وړاندې د سپما په هڅو کې ونډه واخلي

خو د دغو سپارښتنو له خپرېدو وروسته د ځینو ټولنو غبرګونونه هم راپارېدلي دي. منتقدین وايي، حکومت باید د اوبو د مدیریت او د زېرمو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اقدامات وکړي او د خلکو په دیني او شخصي چارو کې د مداخلې پر ځای د اوبو د شبکې د پراختیا لپاره کار وکړي

یو شمېر مسلمانانو ویلي چې اودس د دوی د دیني عبادت یوه مهمه برخه ده او حکومت باید د داسې سپارښتنو پر مهال د دیني چارو حساسیتونه په پام کې ونیسي

د اوبو د کمښت موضوع په داسې حال کې د بریتانیا د عامه بحثونو برخه ګرځېدلې چې د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د فشار له امله چارواکي له خلکو غواړي چې د ورځني ژوند په بېلابېلو برخو کې د اوبو مصرف راکم کړي

د منتقدینو په باور، د اوبو سپما د ټولو وګړو ګډ مسوولیت دی او د دې لپاره باید سپارښتنې د خلکو د دین، توکم او ټولنیز شالید پر بنسټ ځانګړې نه شي، بلکې ټول خلک باید په مساوي ډول د اوبو د سپما هڅو ته وهڅول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto