ننګرهار: جلالاباد کې د روږدو کسانو لپاره زر بستریز روغتون پرانیستل شو
بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
جلالاباد — په جلالاباد ښار کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام اخیستل شوی او د روږدو کسانو د درملنې لپاره زر بستریز روغتون جوړ او رسماً پرانیستل شوی دی
چارواکي وايي، دغه روغتون به د ختیځ زون د هغو کسانو لپاره د درملنې او روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي چې له نشهیي توکو سره د روږدي کېدو له ستونزې سره مخ دي
د روغتون د جوړېدو له لارې به د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان روږدو کسانو ته د درملنې، څارنې او بیا رغونې اسانتیاوې برابرې شي
د روغتیايي مسوولینو په باور، د روږدو کسانو درملنه یوازې د یوه کس د روغېدو مسئله نه ده، بلکې د کورنیو، ټولنې او راتلونکو نسلونو له خوندیتوب سره هم مستقیمه اړیکه لري
د زر بستریز روغتون پرانیستل په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشهیي توکو د روږدي کېدو ستونزه د کورنیو او ټولنې لپاره له جدي ټولنیزو ننګونو څخه ګڼل کېږي
تمه ده چې دغه روغتون به د ختیځو ولایتونو د روږدو کسانو لپاره د درملنې د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کړي او هغوی ته به د بېرته عادي ژوند پر لور د ستنېدو زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1773
-
اخبار افغانستان
929
-
مقاله
678
-
سیاست
297
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl