عایشه وهاب: امریکا دې له طالبانو سره د خبرو دروازې پرانیستې وساتي
بریانیوز سه شنبه ( ۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن — د امریکا د کانګرېس افغانالاصله غړې عایشه وهاب وايي، امریکا باید له طالبانو سره د دیپلوماتیک تعامل لاره غوره کړي او د افغانستان په اړه خپلې اړیکې یوازې پر فشارونو او محدودیتونو ولاړې نه کړي
وهاب ټینګار کوي چې له طالبانو سره خبرې او مستقیم تعامل کولای شي واشنګټن ته دا فرصت ورکړي چې خپلې اندېښنې په مستقیم ډول مطرح کړي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه اغېزمن رول ولوبوي
د نوموړې په باور، د دیپلوماتیکو اړیکو او خبرو اترو دروازې تړل د ستونزو د حل لپاره اغېزمنه لار نه ده؛ بلکې د اختلافونو د هواري لپاره باید د خبرو زمینه موجوده وي
هغې ویلي، امریکا کولی شي له طالبانو سره د تعامل ترڅنګ د افغانستان د خلکو د حقونو، بشري وضعیت او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خپلې غوښتنې هم مطرح کړي
د وهاب څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ رسمي اړیکې لا هم محدودې دي او د طالبانو د حکومت د نړیوالې پېژندنې موضوع هم له ګڼو سیاسي خنډونو سره مخ ده
له بلې خوا، طالبان ټینګار کوي چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو پراختیا غواړي
عایشه وهاب وايي، د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره باید د افغانانو د وضعیت او د سیمې د سیاسي واقعیتونو په پام کې نیولو سره جوړه شي او د خبرو اترو لپاره باید تل یوه پرانیستې دروازه موجوده وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?