یونیسف: افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له زیاتېدو سره روغتونونه له ناروغانو ډک شوي
بریانیوز چهارشنبه ( ۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف خبرداری ورکوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو له امله روغتیايي مرکزونه له ناروغانو ډک شوي او د درملنې اړتیا ورځ تر بلې پراخېږي
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویواله په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې له نیم میلیون څخه ډېر ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته بستر شوي دي
نوموړي ویلي، د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو پر ظرفیت فشار زیات شوی او د مرستو د کمېدو له امله د دې ستونزې پر وړاندې مبارزه له جدي ننګونو سره مخ ده
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې له سلو ډېر مرکزونه تړل شوي دي. د دې مرکزونو تړل کېدل د هغو ماشومانو لپاره د درملنې لاسرسی لا محدودوي چې روغتیايي مرستو ته سخته اړتیا لري
یونیسف وايي، د خپلو روانو پروګرامونو د دوام لپاره شاوخوا ۱۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې ۲۲ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده
د ماشومانو د خوارځواکۍ زیاتوالی په داسې حال کې دی چې افغانستان لا هم له پراخو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی. د بېوزلۍ، د خوړو د کمښت او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله ماشومان د زیانمنو ډلو په سر کې پاتې دي
یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ماشومانو د درملنې او تغذیې لپاره اړینې مالي مرستې برابرې کړي، څو د درملنې مرکزونه بېرته فعال پاتې شي او اړمنو ماشومانو ته د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي
د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د بودیجې کمښت د مرستندویه بنسټونو له مهمو اندېښنو څخه دی، ځکه د درملنې د مرکزونو هر تړل کېدل کولی شي د هغو کورنیو پر وړاندې د روغتیايي خدمتونو لاسرسی نور هم محدود کړي چې له وړاندې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?