news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د هبت‌الله په فرمان؛ بلخ او هرات کې سلګونه بندیان خوشې شول

د هبت‌الله په فرمان؛ بلخ او هرات کې سلګونه بندیان خوشې شول

د هبت‌الله په فرمان؛ بلخ او هرات کې سلګونه بندیان خوشې شول

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 طالبانو د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې په بلخ او هرات ولایتونو کې له مرکزي زندانونو څخه سلګونه بندیان خوشې کړي دي

د معلوماتو له مخې، په بلخ کې ۱۲۶ بندیان له بند څخه ازاد شوي، په داسې حال کې چې د نورو ۲۵۰ بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده

همداراز په هرات کې د ۳۵ ښځو په ګډون ۲۸۶ بندیان خوشې شوي دي. د هرات د زندان چارواکي وايي، د ۵۶۵ بندیانو د دوسیو له ارزونې وروسته د یو شمېر بندیانو د بښنې او خوشې کېدو پرېکړه شوې ده

طالبانو ویلي چې د بندیانو د دوسیو ارزونه د اړوندو ادارو له لوري ترسره شوې، خو د دغو خوشې شویو کسانو د جرمونو او د بښنې د کره شرایطو په اړه یې پراخ جزیات نه دي ورکړي

په ورته وخت کې، طالبانو د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي. د سیاسي مخالفانو او منتقدانو د نیول کېدو موضوع له اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو د بنسټونو د اندېښنې وړ موضوع ده

تېره ورځ هم په کندهار او پروان ولایتونو کې ټولټال ۲۵۱ بندیان خوشې شوي وو

د بندیانو د خوشې کولو دغه لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې د طالبانو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د زندانیانو د دوسیو د بیا ارزونې او د بند موده د کمولو بهیر دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto