news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل پوهنتون کې د منفک شویو استادانو شمېر ۳۰ تنو ته ورسېد

کابل پوهنتون کې د منفک شویو استادانو شمېر ۳۰ تنو ته ورسېد

کابل پوهنتون کې د منفک شویو استادانو شمېر ۳۰ تنو ته ورسېد

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 کابل پوهنتون څخه د استادانو د منفک کولو لړۍ دوام لري او تازه د منفک شویو استادانو شمېر ۳۰ تنو ته رسېدلی دی

د دغو استادانو په وینا، څو میاشتې وړاندې د دعوت او ارشاد ریاست یوه پلاوي د کابل پوهنتون له بېلابېلو برخو لیدنه کړې وه او د استادانو د ظاهري بڼې، سیاسي دریځ او پخوانۍ فکري سابقې په اړه یې معلومات راټول کړي وو

استادان ادعا کوي چې یو شمېر یې د ږیرې نه پرېښودلو، د واکمنې ډلې د ملاتړ نه کولو او د تېرې فکري سابقې په پلمه تر څارنې لاندې نیول شوي او وروسته له دندو منفک شوي دي

دوی وايي، د منفک کېدو پرېکړې د دوی پر مسلکي او علمي فعالیتونو نه، بلکې پر شخصي بڼه او فکري دریځونو ولاړې دي او دا وضعیت د پوهنتونونو پر علمي چاپېریال منفي اغېز کولی شي

د کابل پوهنتون د استادانو د منفک کېدو په اړه تر اوسه د طالبانو اړوندو ادارو له لوري د ټولو ادعاوو په اړه څرګند وضاحت نه دی ورکړل شوی

د پوهنتونونو د استادانو د دندو د دوام او منفک کېدو موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو پر نظام د سیاسي او فکري محدودیتونو په اړه له وړاندې هم اندېښنې موجودې دي

منتقدین وايي، پوهنتونونه باید د علمي بحث، مسلکي وړتیا او آزاد فکر لپاره خوندي چاپېریال ولري او د استادانو د ګوښه کولو پرېکړې باید د روښانه او مسلکي معیارونو پر بنسټ ترسره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto