کابل نجونې: د محدودیتونو سربېره د خپل راتلونکي لپاره مبارزه کوو
بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د کابل یو شمېر نجونې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار فرصتونه په بېساري ډول محدود شوي، خو دوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره له هڅو لاس نه دی اخیستی
دغو نجونو ویلي، د زدهکړو او کار په برخه کې پرلهپسې محدودیتونو د دوی د ژوند پر مهمو برخو اغېز کړی او د راتلونکي په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي
دوی وايي، له دې ټولو ستونزو سره سره هڅه کوي خپلې زدهکړې او مسلکي وړتیاوې د شته امکاناتو له لارې پیاوړې کړي، څو له فرصتونو څخه د برخمنېدو لپاره چمتو پاتې شي
یوه شمېر کابلۍ نجونې ټینګار کوي چې زدهکړه یوازې د شخصي پرمختګ وسیله نه ده، بلکې د ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم مهمه ده. د دوی په باور، د ښځو او نجونو له زدهکړو او کار څخه محرومول د افغانستان د راتلونکي پر پرمختګ مستقیم اغېز کولی شي
د کابل نجونې وايي، سره له دې چې د دوی پر وړاندې د فرصتونو دروازې ډېرې محدودې شوې دي، خو نه غواړي خپلې هیلې له لاسه ورکړي او د خپل راتلونکي لپاره به د زدهکړې، مهارتونو او نورو شته لارو له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړي
د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه محدودیتونه په داسې حال کې دوام لري چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې له طالبانو په وار وار غوښتي چې د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار حقونه بېرته خوندي کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1907
-
اخبار افغانستان
1016
-
مقاله
810
-
سیاست
387
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl