news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مارکو روبیو: د کابل په برید کې وژل شوي ۱۳ امریکايي سرتېري به هېڅکله هېر نه کړو

مارکو روبیو: د کابل په برید کې وژل شوي ۱۳ امریکايي سرتېري به هېڅکله هېر نه کړو

مارکو روبیو: د کابل په برید کې وژل شوي ۱۳ امریکايي سرتېري به هېڅکله هېر نه کړو

 بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن — د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، پنځه کاله وړاندې په کابل کې د «ابي ګېټ» له خونړۍ چاودنې سره په تړاو وژل شوي ۱۳ امریکايي سرتېري به هېڅکله هېر نه کړي

روبیو د دغې پېښې د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، هغه امریکايي سرتېري چې د افغانستان له تخلیې او د خلکو د ایستلو پر مهال وژل شوي، د امریکا لپاره یې ستره قرباني ورکړې ده

نوموړي د کابل د هوايي ډګر پر برید سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې امریکا به د دغې پېښې له یاد او درسونو سترګې پټې نه کړي

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» ته څېرمه په یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغان ملکي وګړي ووژل شول. د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې ومانه

روبیو ټینګار کړی چې امریکا به بیا داسې حالت ته اجازه ورنه کړي چې د هغه په وینا، د امریکايي ځواکونو پر وړاندې ورته «ستر خیانت» تکرار شي

د «ابي ګېټ» برید پنځه کاله وروسته لا هم د افغانستان له جګړې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکا د سیاسي او پوځي بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto