د افغانستان د معدني زېرمو د پېژندنې لپاره سویلي او لوېدیځو سیمو ته مسلکي ټیمونه استول شوي
د افغانستان د معدني زېرمو د پېژندنې لپاره سویلي او لوېدیځو سیمو ته مسلکي ټیمونه استول شوي
بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د سروې ریاست دوه مسلکي ټیمونه د هېواد سویلي او لوېدیځو سیمو ته استولي، څو د جیولوجیکي نقشو د جوړولو چارې پیل او د افغانستان د معدني زېرمو په اړه کره علمي معلومات راټول کړي
د دغه وزارت په وینا، یاد ټیمونه به د سیمو جیولوجیکي جوړښتونه وڅېړي او د ځمکې لاندې موجودو معدني سرچینو د ظرفیتونو د معلومولو لپاره به اړینې سروې ترسره کړي
مسوولان وايي، د دغو سروېګانو موخه د افغانستان د معدني زیرمو د ظرفیتونو دقیق پېژندل، د کانونو د مدیریت لپاره د علمي معلوماتو برابرول او د راتلونکو اقتصادي او پانګیزو پروژو لپاره د بنسټیزو معلوماتو چمتو کول دي
د کانونو وزارت ټینګار کوي چې د جیولوجیکي نقشو بشپړېدل به د هېواد د طبیعي زیرمو په اړه د معلوماتو تشه راکمه کړي او د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې به د پرېکړو لپاره علمي زمینه برابره کړي
افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو، قیمتي ډبرو او نورو طبیعي زیرمو پراخ ظرفیت لري؛ خو د دغو سرچینو د پراختیا لپاره لا هم د مسلکي سروې، پرمختللې ټکنالوژۍ او پانګونې اړتیا شته
د وزارت په وینا، د مسلکي سروېګانو دوام کولی شي د هېواد د معدني شتمنیو د لا ښه مدیریت او د کانونو له لارې د اقتصادي عوایدو د زیاتېدو لپاره زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?