د افغان کډوالو د ستنېدو له بهیر سره د شتمنیو او بانکي حسابونو د برخلیک اندېښنې زیاتې شوې
بریانیوز جمعه ( ۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
پېښور — پاکستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر له پراخېدو سره هممهاله، په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول پېښور کې، د افغانانو د بانکي حسابونو، کاروبارونو او شتمنیو د احتمالي برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
د پاکستان د افغان کډوالو د چارو کمېشنرۍ په رسمي معلوماتو کې ویل شوي چې افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو زمینه د دې لپاره برابره شوې وه چې سوداګر، کارکوونکي او نور افغانان وکولای شي په رسمي اقتصادي نظام کې فعالیت وکړي
اوس د کډوالو د پراخې ستنېدنې له امله یو شمېر افغانان اندېښنه لري چې د دوی بانکي حسابونه، سوداګریزې پانګې، دوکانونه او نورې شتمنۍ به څه برخلیک ولري او ایا دوی به وکولای شي خپلې قانوني شتمنۍ له پاکستان څخه افغانستان ته ولېږدوي
د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر ډسمبر پورې د نږدې ۲،۷ میلیونه افغانانو د بېرته ستنېدو اټکل شوی دی
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم وايي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۵مې پورې له پاکستانه څه باندې ۲،۵ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي
پېښور او د خیبر پښتونخوا نورې سیمې له اوږدې مودې راهیسې د افغان سوداګرو او کډوالو د اقتصادي فعالیتونو مهم مرکزونه پاتې شوي دي. د دغو افغانانو یوه برخه په سیمه کې دوکانونه، شرکتونه، سوداګریزې پانګې او نورې شتمنۍ لري
تر اوسه داسې رسمي عمومي اعلان نه دی شوی چې د ټولو افغان کډوالو بانکي حسابونه او قانوني شتمنۍ دې په ډلهییز ډول ضبط یا کنګل شي؛ خو د احتمالي اقداماتو په اړه اندېښنې د افغان کډوالو ترمنځ پراخې شوې دي
افغان کډوال غوښتنه کوي چې د ستنېدو په بهیر کې دې د هغوی قانوني مالي حقونه او شتمنۍ خوندي پاتې شي او د هغو کسانو لپاره دې روښانه قانوني لاره موجوده وي چې غواړي خپلې پانګې او شتمنۍ افغانستان ته انتقال کړي
د کډوالو د حقونو فعالان وايي، د خلکو جبري یا اجباري ستنول باید د هغوی د اقتصادي حقونو د له منځه تلو لامل نه شي او د بانکي حسابونو، کاروبارونو او شخصي شتمنیو په اړه هر ډول اقدام باید د قانوني اصولو او روښانه کړنلارې له مخې ترسره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?