کټمندو : نیپال او تبت کې خونړي سېلابونه؛ د قربانیانو شمېر په چټکۍ زیاتېږي
بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې سختو ناڅاپي سېلابونو پراخ ویجاړی رامنځته کړی او سلګونه کسان یې وژلي یا لادرکه کړي دي. د وروستیو معلوماتو له مخې، په نیپال کې د مړو شمېر ۴۷۵ تنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په تبت کې هم د سلګونو کسانو د لادرکۍ راپورونه ورکړل شوي دي
د سېلابونو له امله ګڼې لارې، پلونه، کورونه او نور مهم بنسټونه ویجاړ شوي او یو شمېر سیمې له نورو برخو سره د اړیکو له لارې پرې شوې دي
راپورونه وايي، د ناورین د رامنځته کېدو اصلي لامل د همالیا په غرنیو سیمو کې د یخچال د ښوېدنې او د اوبو او خټو د سترې څپې رامنځته کېدل ښودل شوي دي. د سېلابونو چټکتیا د دې لامل شوې چې خلکو ته د ژغورنې لپاره ډېر لږ وخت پاتې شي.
بلخوا، د چین په تبت کې د ګیېرونګ ولسوالۍ چارواکو د ۵۵۸ کسانو د لادرکۍ خبر ورکړی چې شاوخوا ۲۶۰ یې بهرني اتباع دي. د نوو سېلابونو د ګواښ له امله د ژغورنې عملیات په ځینو سیمو کې له خنډونو سره مخ شوي دي.
د ژغورنې ډلې هڅه کوي له ویجاړو شویو سیمو څخه ژوندي پاتې کسان وباسي او د لادرکه کسانو لټون ته دوام ورکړي؛ خو د خرابو شویو لارو، ویجاړو پلونو او د نورو سېلابونو د احتمالي خطر له امله عملیات له جدي ستونزو سره مخ دي
د طبیعي ناورین له پراخېدو سره، د نیپال او تبت په سرحدي سیمو کې زرګونه کسان د خوندي ځایونو، روغتیايي خدمتونو او بېړنیو مرستو اړتیا لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?