بل ګیټس: هېڅ هېواد د مصنوعي ځیرکتیا له راتلونکو بدلونونو سره چمتو نه دی
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د مایکروسافټ بنسټګر بل ګیټس وايي، هېڅ هېواد لا تر اوسه د مصنوعي ځیرکتیا له امله په نړۍ کې د رامنځته کېدونکو پراخو بدلونونو لپاره بشپړ چمتو نه دی او ډېری هېوادونه په دې برخه کې له اړتیا څخه ډېر وروسته پاتې دي
ګیټس پر هېوادونو غږ کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ ته جدي پاملرنه وکړي او د دې ټکنالوژۍ د پراخېدو لپاره له وړاندې لازم چمتووالی ونیسي
هغه ټینګار کړی چې مصنوعي ځیرکتیا به د اقتصاد، زدهکړو، روغتیا، کارموندنې او د ټولنې د ژوند پر بېلابېلو برخو د پام وړ اغېز وکړي
د مایکروسافټ بنسټګر ویلي، هېوادونه باید د مصنوعي ځیرکتیا له بدلونونو سره د سمون لپاره خپلې روزنیزې او تخنیکي وړتیاوې پیاوړې کړي او د دې ټکنالوژۍ له فرصتونو څخه د ګټې اخیستو ترڅنګ د احتمالي ستونزو لپاره هم چمتووالی ولري
نوموړي له حکومتونو غوښتي چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ پر وړاندې یوازې ننداره کوونکي پاتې نه شي، بلکې د راتلونکو بدلونونو لپاره عملي پلانونه جوړ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1831
-
اخبار افغانستان
963
-
مقاله
769
-
سیاست
354
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl