اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : آریانا افغان هوايي شرکت د سوداګریزو توکو لېږد لپاره کارګو الوتکه فعاله کړه

کابل : آریانا افغان هوايي شرکت د سوداګریزو توکو لېږد لپاره کارګو الوتکه فعاله کړه

کابل : آریانا افغان هوايي شرکت د سوداګریزو توکو لېږد لپاره کارګو الوتکه فعاله کړه

(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

  د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ الوتکه د دوشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده، چې د سوداګریزو توکو د هوايي لېږد لپاره به ترې ګټه واخیستل شي

د دغه شرکت په وینا، الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره ځانګړې شوې او په هره الوتنه کې د شاوخوا ۱۷ ټنه بار د انتقال وړتیا لري

آریانا افغان هوايي شرکت د یادې الوتکې د کارونې په موخه له متحده عربي اماراتو مېشت «ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره د یوه کال لپاره تړون لاسلیک کړی دی

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ویلي، د کارګو الوتکې په فعالېدو سره به د هوا له لارې د بار لېږد خدمتونه پراخ شي او د هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي

هغه زیاته کړې، د دغو خدمتونو له پراخېدو سره به افغان سوداګر وکولای شي خپل تولیدات په لنډ وخت او مناسب لګښت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي

د شرکت په وینا، د کارګو الوتنو پراختیا به افغان سوداګرو ته د هوايي لېږد نوې زمینه برابره کړي او له نړیوالو بازارونو سره به د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto