تېل او ګازو : په افغانستان کې د تېلو د بیو لوړوالي د خلکو اندېښنې زیاتې کړې
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
افغانستان کې د تېلو د بیو له وروستي لوړوالي سره هممهاله د موټر چلوونکو او عامو خلکو اندېښنې او شکایتونه زیات شوي دي
د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پټرولو او ډېزل بیې په پام وړ ډول لوړې شوې دي، چې له امله یې د موټر چلوونکو د ترانسپورتي لګښتونو د زیاتېدو اندېښنې هم راپورته شوې دي
خلک وايي، د تېلو د بیو لوړوالی یوازې د ترانسپورټ پر لګښتونو اغېز نه کوي، بلکې د خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو بیې هم ورسره لوړېدای شي او د کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیاتوي
دوی له اړوندو چارواکو غواړي چې د تېلو د بیو د ناڅاپي لوړوالي لاملونه وڅېړي او د بیو د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي
په ورته وخت کې، د هرات د تېلو او ګازو د ټانکونو د خاوندانو اتحادیې له لوري خپره شوې نرخپاڼه هم په دغه ولایت کې د تېلو د بیو د لوړوالي څرګندونه کوي
د تېلو بیې په داسې حال کې لوړې شوې دي چې افغانستان د خپلو ډېرو اړتیاوو لپاره پر وارداتي تېلو متکي دی، او د نړیوالو بازارونو بیې، د انتقال لګښتونه او د هېواد دننه د عرضې او تقاضا بدلونونه کولی شي پر کورنیو بیو اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1832
-
اخبار افغانستان
963
-
مقاله
769
-
سیاست
354
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl