news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ګوردون براون: د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره دې زمینه برابره شي

ګوردون براون: د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره دې زمینه برابره شي

ګوردون براون: د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره دې زمینه برابره شي

(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د نړیوالې زده‌کړې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګوردون براون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره زمینه برابره شي

براون په یوه خبري غونډه کې ویلي، نړیواله ټولنه د افغان نجونو پر وړاندې «لوی مسوولیت» لري او باید د هغوی د زده‌کړو موضوع له پامه ونه غورځول شي

او  له هغو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي اکثریت له هېوادونو او هغو دولتونو چې له اسلامي امارت سره اړیکې لري، غوښتي چې له افغان چارواکو سره په خپلو خبرو کې د نجونو د زده‌کړو موضوع په څرګند ډول مطرح کړي

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان نجونو د زده‌کړو مسئله باید د سیاسي او دیپلوماتیکو خبرو په ترڅ کې له پامه ونه غورځول شي او نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې دا موضوع د نورو مسایلو تر سیوري لاندې حاشیې ته ولاړه شي

د هغه په وینا، د نجونو زده‌کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره له مهمو موضوعاتو څخه ده او د دې حق د خوندي کېدو لپاره دوامدارې هڅې اړینې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto