news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اروپايي شورا مشر انتونیوکوستا: ایران باید له اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه منع شي

اروپايي شورا مشر انتونیوکوستا: ایران باید له اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه منع شي

اروپايي شورا مشر انتونیوکوستا: ایران باید له اټومي وسلو ترلاسه کولو څخه منع شي

(بریانیوز جمعه (۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا ویلي، ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او د ایران د شخړې د حل لپاره باید د سیمې امنیتي اندېښنې هم په پام کې ونیول شي

کوستا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د بشپړ درناوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي د تګ راتګ ازادي باید له هر ډول خنډ پرته خوندي پاتې شي

 د ایران د کړکېچ د دوامدار حل لپاره د سیمې د هېوادونو امنیت باید هم تضمین شي او ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي

د اروپايي شورا مشر په غزه کې د روان وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د فلسطین د مسئلې د حل لپاره یې د دوو دولتونو له طرحې ملاتړ کړی دی. د نوموړي په وینا، اسرائیل او یو خپلواک او دیموکراتیک فلسطین باید په سوله او امنیت کې څنګ په څنګ ژوند وکړي

او د اوکراین جګړه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون له سرغړونې سره تړلې بللې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې د نړیوالې ټولنې پر هڅو ټینګار کړی دی. هغه همداراز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پراخ اصلاح غوښتنه کړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto