news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو د وسلو نوې لاره؛ بلاروس ته سفرونه او د هند له لارې د پوځي تجهیزاتو پېرل

د طالبانو د وسلو نوې لاره؛ بلاروس ته سفرونه او د هند له لارې د پوځي تجهیزاتو پېرل

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو بلاروس ته تګ راتګ زیات شوی دی.

بریانیوز- جمعه ١٠ میزان ١٤٠٥

د «بریانیوز » د راپور له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د میزان په شپږمه او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د میزان په اوومه مینسک ته سفرونه کړي دي.

تېره میاشت د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري هم بلاروس ته تللی و. د روان میلادي کال په پیل کې د دولتي شرکتونو عمومي رئیس احمدجان بلال هم له دغه هېواد څخه لیدنه کړې وه. سربېره پر دې، د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي لوکاشویچ تېر کال کابل ته سفر کړی و.

طالبانو تر ډېره دغه سفرونه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره بللي دي.

د طالبانو د چارواکو د سفرونو زیاتوالی، په داسې حال کې چې دغه هېواد له افغانستان سره پراخې تاریخي اړیکې نه لري، پوښتنې راولاړوي.

بلاروس په کابل کې فعاله سفارتخانه نه لري او له افغانستان سره خپلې قونسلي چارې په تاشکند کې د خپل سفارت له لارې پر مخ وړي. طالبان هم په بلاروس کې سفارت نه لري او د دغه هېواد اړوند قونسلي چارې د مسکو له لارې ترسره کوي.

«بریانیوز » د پنځو لوړپوړو سرچینو، چې پخواني امنیتي چارواکي هم پکې شامل دي، له قوله راپور ورکړی چې طالبان له بلاروس څخه د وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو د پېرلو هڅه کوي. د سرچینو په وینا، د دغو احتمالي پېرودونو مالي ملاتړ د هند له لوري کېږي او معامله د هند له لارې ترسره کېږي.

د راپور له مخې، طالبان د پاکستان د هوايي برلاسۍ او پراخې پوځي وړتیا په وړاندې د خپل دفاعي توان د لوړولو لپاره د ډرونونو او نورو پوځي تجهیزاتو په لټه کې دي.

دوه افغان لوړپوړي چارواکو ویلي چې دوی دغه معلومات له هندي سرچینو او همدارنګه له یوه داسې کس څخه ترلاسه کړي چې د وسلو له تور بازار سره بلدتیا لري.

بلاروس له پخوا راهیسې د روسي وسلو او پوځي تجهیزاتو له صادرونکو هېوادونو څخه دی. د افغانستان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه او طالبان هم له ګڼو دغو روسي وسلو او تجهیزاتو سره بلد دي. د راپورونو له مخې، په تېرو کلونو کې یو شمېر دغه تجهیزات د افغانستان جګړه‌یزو سیمو ته رسېدلي او ځینې یې د دولت ضد وسله‌والو ډلو لاس ته هم لوېدلي دي.

د بریانیوز معلوماتو له مخې، د طالبانو او بلاروس ترمنځ پوځي اړیکې وروسته له هغه پراخې شوې چې د طالبانو د دفاع وزیر د جوزا په میاشت کې مسکو ته سفر وکړ او له روسي لوړپوړو چارواکو سره یې د پوځي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه مهال ویلي وو چې د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي همکاریو هوکړه تر ډېره په افغانستان کې د روسي جوړو تجهیزاتو پر ترمیم راڅرخي. نوموړي زیاته کړې وه چې دغه هوکړه کولای شي په راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ د نویو قراردادونو زمینه هم برابره کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto