news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوسپنې پټلۍ : قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر ګډه پروژه کار کوي

اوسپنې پټلۍ : قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر ګډه پروژه کار کوي

اوسپنې پټلۍ : قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ پر ګډه پروژه کار کوي

(بریانیوزجمعه(۱۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي امارات غواړي د افغانستان او پاکستان له لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د سمندري بندرونو د لاسرسي په موخه د اوسپنې پټلۍ نوې لاره جوړه کړي

د معلوماتو له مخې، د درېیو هېوادونو اړوندو ادارو د «منځنۍ اسیا ـ جنوبي اسیا» په نوم د اوسپنې پټلۍ د دهلېز د پراختیا په اړه د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده. د دې پروژې له مخې به د اوسپنې پټلۍ لاره له قزاقستانه پیلېږي، د ازبکستان او افغانستان له لارې به پاکستان ته رسېږي او د دغه هېواد له سمندري بندرونو سره به ونښلول شي

د هوکړې له مخې، درې واړه هېوادونه به د پروژې تخنیکي او اقتصادي ارزونې ترسره کوي او د اوسپنې پټلۍ د اړینو بنسټونو د جوړولو امکان به هم څېړي

د پروژې د تخنیکي، اقتصادي او مالي اړخونو د ارزونې لپاره د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو امکان هم شته

که دا پروژه عملي شي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته به د پاکستان د سمندري بندرونو له لارې د عربي سمندر پر لور د سوداګریزو توکو د لېږد نوې لار برابره شي او د سیمې ترمنځ به د سوداګرۍ او ترانزیټ اړیکې لا پیاوړې شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto