پاکستان: په کندهار کې د بلوچ وسلهوالو، تحریک طالبان پاکستان او القاعده د استازو ګډه ناسته شوې
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کندهار د طالبانو والي ملا شیرین د بلوچ وسلهوالو، تحریک طالبان پاکستان او القاعده د استازو د یوې ګډې ناستې کوربهتوب کړی دی.
بریانیوز- جمعه، ١٠ میزان ١٤٠٥
د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه ناسته د سنبلې میاشتې په ۴مه نېټه په کندهار کې شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د یادو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.
نوموړي وویل، په دې ناسته کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هند په نیمه وچه کې د القاعدې او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې استازو ګډون کړی و.
د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، ګډونوالو د ځواکونو د بسیج او د خپلو فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
چودري ادعا وکړه چې دغو ډلو ویلي، کله چې جلا جلا فعالیت کوي، له سختو ستونزو او زیانونو سره مخ کېږي؛ له همدې امله غواړي خپل فعالیتونه سره همغږي کړي.
د نوموړي په وینا، د بلوچ وسلهوالو استازو ویلي چې دوی د کسانو د جلب او جګړې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له حافظ ګل بهادر څخه یې د بشري ځواک د برابرولو غوښتنه کړې ده.
هغه ادعا وکړه چې پلان دا و چې یاد کسان به د بلوچستان د ازادۍ پوځ یونیفورم واغوندي او د دغه سازمان په بریدونو کې به برخه واخلي.
د پاکستان د پوځ ویاند همداراز وویل چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له ایډیولوژیک پلوه ګډې موخې نشته، خو د ده په وینا، «پیسې او د طالبانو رژیم» د دغو بېلابېلو ډلو د نږدې کېدو عوامل دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بېلتونپالو ډلو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي. په بلوچستان کې، په ځانګړي ډول په پښتونمېشتو سیمو کې، د وسلهوالو بریدونو د زیاتېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو اړوند ادعاوې رد کړې دي.
مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي. نوموړي دغه ډول راپورونه د طالبانو د بدنامولو لپاره «شایعات او تبلیغات» بللي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?