د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني وايي، باید له افغانستانه تر یمن او له ایرانه تر غزې او لبنان پورې د «دفاع، خپلواکۍ غوښتنې او عزت کمربند» پیاوړی شي.
بریانیوز- جمعه، ١٠ میزان ١٤٠٥
ایراني رسنیو د جمعې په ورځ، د میزان په ۱۰مه، راپور ورکړی چې قاآني دا څرګندونې په تهران کې د «مقاومت جبهې» د وژل شویو قوماندانانو د دویمې تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې کې کړې دي.
قاآني ادعا کړې چې په یمن کې د «مقاومت» ځواکونه او د لبنان حزبالله د خپلو مخالفانو پر وړاندې مقاومت او پرمختګ ته دوام ورکړی دی.
هغه د عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل هم «بریا» بللې او ویلي یې دي: «امریکا له ټولو امکاناتو سره سره له عراقه وایستل شوه او د ایران پر وړاندې له سپکوونکې ماتې سره مخ شوه.»
د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان همداراز ادعا کړې چې امریکا فکر کاوه کولای شي ایران په څلورو ورځو یا ډېره موده کې په دوو اوونیو کې تسلیمېدو ته اړ کړي، خو د نوموړي په وینا، پایله د واشنګټن د محاسبې خلاف وه.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د سپټمبر په ۳۰مه په عراق کې خپل له ۲۰ کلونو ډېر پوځي حضور پای ته ورساوه.
د امریکايي ځواکونو وتل له بغداد سره د واشنګټن د هغه توافق له مخې ترسره شوي چې په عراق کې د نړیوال ائتلاف د ماموریت د پای ته رسولو لپاره شوی و.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1872
-
اخبار افغانستان
993
-
مقاله
796
-
سیاست
374
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl