news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیر احمد اندېشه : د بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه

نصیر احمد اندېشه : د بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه

نصیر احمد اندېشه : د بشري حقونو شورا د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه

(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۳مه غونډه کې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او د بشري حقونو د سرغړونو د اسنادو د خوندي ساتلو لپاره یې د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده

اندېشه د طالبانو پر تګلارو د نیوکې پر مهال دغه ډلې ته د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو د پلي کولو نسبت ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري حقونو د سرغړونو د اسنادو ساتنه او مستندسازي باید دوام وکړي

د بشري حقونو شورا ۶۳مه غونډه د سپټمبر له ۷مې تر اکتوبر ۷مې په جنیوا کې روانه ده

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو په اړه پرېکړه‌لیک هم تصویب شوی چې له مخې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یو بل کال لپاره غځول شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم بېنېټ د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ثبت کړی دی

په پرېکړه‌لیک کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه شوې او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څار او مستندسازۍ پر دوام ټینګار شوی دی. د ځانګړي راپور ورکوونکي له مهمو مسوولیتونو څخه د بشري حقونو د سرغړونو او ناوړه ګټه اخیستنو اړوند معلومات راټولول او مستندول دي

ریچارډ بېنېټ له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته منظم راپورونه وړاندې کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto