news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو دوه وزیران د ښځو او نجونو د ځورونې په تور د جرمونو نړیوالې محکمې تر څار لاندې

د طالبانو دوه وزیران د ښځو او نجونو د ځورونې په تور د جرمونو نړیوالې محکمې تر څار لاندې

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله آغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د ښځو او نجونو د ځورونې او تعقیب په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري تر تعقیب لاندې راغلي دي. د دغو دوو طالب چارواکو د نیولو حکم، چې د ۱۴۰۴ کال د سنبلې په ۱۸مه صادر شوی و، د دوشنبې په ورځ علني شو.

بریانیوز- دوشنبه، ١٣ میزان ١٤٠٥

د دغو دوو وزیرانو نومونه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني ترڅنګ په دغه قضیه کې یاد شوي دي.

د هالنډ په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو ویلي، داسې معقول دلایل شته چې ښيي دغه څلور طالب چارواکي د ښځو او نجونو د ځورونې او تعقیب په موخه د اقداماتو په امر، هڅولو یا تشویق کې ونډه لرلې ده.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د اساسنامې له مخې، د خلکو ځورونه او تعقیب د بشریت پر ضد د جرمونو له مصداقونو څخه شمېرل کېږي.

حبیب‌الله آغا او ندا محمد ندیم د افغانستان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونه رهبري کوي؛ هغه ادارې چې د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځیو او د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو په تړلو کې مهم رول لري.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې هم حبیب‌الله آغا او ندا محمد ندیم د ښځو او نجونو د زده‌کړو د حقونو په محدودولو کې د دوی د رول له امله تحریم کړي وو.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto