تهران/ اسلام آباد: د ایران او پاکستان استازو په مسکو کې د افغانستان او سیمهییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړی
تهران/ اسلام آباد: د ایران او پاکستان استازو په مسکو کې د افغانستان او سیمهییزو بدلونونو په اړه خبرې وکړی
(بریانیوز دوشنبه(۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د برخې مسوول محمدرضا بهرامي ویلي، د مسکو فارمټ د اتمې غونډې له پیل مخکې یې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي
بهرامي ویلي، په دې لیدنه کې د سیمې د روانو بدلونونو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. نوموړي دغه کتنه «دوستانه او رغنده» بللې ده
د ایران او پاکستان د استازو دا لیدنه داسې مهال شوې چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه نن، دوشنبه د تلې ۱۳مه یا د اکتوبر ۵مه، په مسکو کې جوړېږي
په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، ایران، پاکستان، چین، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي. د غونډې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه د افغانستان او سیمې ترمنځ سیاسي او اقتصادي همکاري، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزه او د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا بلل شوې ده
د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي. د مسکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه هم د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1877
-
اخبار افغانستان
995
-
مقاله
803
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl