روسیه: د افغانستان او پاکستان د شخړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتو یو
(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
روسیه وايي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، مسکو چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسولو او د اختلافونو د هواري لپاره هر ډول ممکنه مرسته وکړي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمټ د اتمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته ویلي، روسیه کولای شي په خپلواکه توګه یا له نورو شریکانو سره په ګډه د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي
کابلوف ویلي، د مسکو فارمټ په غونډه کې ټولو ګډونوالو له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې د یو بل پر وړاندې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، ځکه د ورته شخړو له امله تر ټولو زیات ملکي وګړي زیانمنېږي
هغه زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو له امله د غونډې ګډونوال د وروستي ګډ سند پر متن هوکړې ته ونه رسېدل او په پای کې ګډه اعلامیه خپره نه شوه
د کابلوف په وینا، د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمهییزو همکاریو د همغږۍ لپاره خپل رول ته دوام ورکولی شي، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اختلافونو د حل لپاره ځانګړی چوکاټ نه دی
د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، روسیې، چین، هند، ایران او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو ګډون کړی و
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1880
-
اخبار افغانستان
1001
-
مقاله
803
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl