news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

آریانا افغان هوايي شرکت: له پاکستاني زپ‌وېز سره قرارداد پای ته ورساوه

آریانا افغان هوايي شرکت:  له پاکستاني زپ‌وېز سره قرارداد پای ته ورساوه

آریانا افغان هوايي شرکت :  له پاکستاني زپ‌وېز سره قرارداد پای ته ورساوه

(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

آریانا افغان هوايي شرکت وايي، له پاکستاني زپ‌وېز شرکت سره یې د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیستم او وېبپاڼې اړوند قرارداد پای ته رسولی او له دې وروسته به دغه خدمتونه په خپلواکه توګه وړاندې کوي

د آریانا افغان هوايي شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخوانی سیستم د شاوخوا ۱۵ کلونو لپاره د یاد پاکستاني شرکت له لوري اداره کېده او د شرکت په وینا، خدمات یې په لوړه بیه او ټیټ کیفیت وړاندې کېدل

د خبرپاڼې له مخې، آریانا اوس په کمه بیه نوی او معیاري عملیاتي سیستم او وېبپاڼه جوړه کړې ده، چې له لارې به یې د ټکټونو د پلور او اړوندو خدمتونو چارې په خپلواکه توګه ترسره کېږي

د آریانا رسمي وېبپاڼه هم اوس د انلاین ټکټونو د پلور او د سفري استازو لپاره د برېښنايي ټکټونو او حسابونو د مدیریت خدمتونه وړاندې کوي

آریانا افغان هوايي شرکت وايي، د نوي سیستم موخه د خدمتونو د کیفیت لوړول، د لګښتونو کمول او مسافرو ته د ټکټونو د اخیستلو په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto