news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ارامکو شرکت اجرائیوي رئیس: د نړۍ د تېلو زېرمې په چټکۍ کمېږي

د ارامکو شرکت اجرائیوي رئیس: د نړۍ د تېلو زېرمې په چټکۍ کمېږي

د ارامکو شرکت اجرائیوي رئیس: د نړۍ د تېلو زېرمې په چټکۍ کمېږي

(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د سعودي عربستان د ارامکو شرکت اجرائیوي رییس امین ناصر وايي، د نړۍ د تېلو زېرمې په چټکۍ سره کمې شوې او د نړیوالو زېرمو بېرته ډکول ښايي تر دوو کلونو پورې وخت ونیسي

ناصر د لندن په «انرژي انټېلېجنس فورم» کې ویلي، نړۍ د اوسني بحران له پیل مخکې نږدې ۱۰ میلیارده بېرله تېل په زېرمو کې لرل، خو له هغه وروسته نږدې درې میلیارده بېرله د تېلو عرضه له منځه تللې ده

د هغه په وینا، له موجودو زېرمو څخه تر یوه میلیارده ډېر بېرله تېل د عرضې د کمښت د جبران لپاره کارول شوي او اوس د سوداګریزو تېلو له زېرمو څخه له شپږ میلیارده بېرلو کم پاتې دي، چې ډېره برخه یې په عملي ډول ژر د کارونې وړ نه ده

ناصر ټینګار کړی چې د هرمز تنګي تر بشپړ پرانیستل کېدو او د بازار د باور تر بېرته رامنځته کېدو پورې به د خامو تېلو او تصفیه شوو سون‌توکو پر بازار فشار دوام ولري. هغه ویلي، حتی له عادي حالت بېرته راتلو وروسته به د نړیوالو زېرمو بېرته ډکول، په داسې حال کې چې د بازار اړتیا هم پوره کېږي، تر دوو کلونو وخت واخلي

هغه د نړیوالې انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا لپاره د تېلو تولیدوونکو، پېرېدونکو او حکومتونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه هم کړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto