خصوصي فابریکې : له هراته عربي هېوادونو ته د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت بیټرۍ صادرې شوې
(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په هرات کې یوې خصوصي فابریکې د شاوخوا ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د موټرو د بیټریو څلورمه صادراتي محموله عربي هېوادونو ته لېږلې ده
د معلوماتو له مخې، په دې محموله کې د «ګرین انرژي پلس» فابریکې تولید شوې بیټرۍ شاملې دي او صادرات یې د یوه لوی سوداګریز تړون له مخې ترسره شوي دي
د فابریکې مسوولین وايي، تولیدات یې د مناسب کیفیت لرونکي دي او پېرېدونکو ته د یوه کال ضمانت سره وړاندې کېږي. دوی زیاتوي چې فابریکه د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ بهرنیو بازارونو ته د صادراتو وړتیا هم لري
د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه هره ورځ شاوخوا ۴ زره بیټرۍ تولیدوي او نږدې ۵۵۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده
د کورنیو تولیداتو د صادراتو زیاتوالی د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او بهرنیو بازارونو ته د افغان تولیداتو د لاسرسي لپاره مهم بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1881
-
اخبار افغانستان
1001
-
مقاله
803
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl