فضل محمود فضلي: د مسکو فارمټ خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکړی
(بریانیوز سه شنبه (۱۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د چارو ادارې پخوانی رئیس فضل محمود فضلي وايي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شاوخوا نهه کاله وړاندې د سیمهییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره جوړ شوی و، خو د سیمې د هېوادونو دریځونه اوس له هغه وخت سره توپیر لري او دغه فارمټ خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی
فضلي ویلي، د مسکو فارمټ د جوړېدو پر مهال د افغانستان په اړه د روسیې، چین، ایران او هند ترمنځ د ګډ دریځ رامنځته کول مهم هدف و، خو اوس د دغو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه پخوانۍ اجماع نه لیدل کېږي
د هغه په وینا، امریکا هم د دوحې له هوکړې وروسته د سیمې د هېوادونو پخوانۍ اجماع ته د پخوا په څېر اړتیا نه لري، په داسې حال کې چې د سیمې د هېوادونو دریځونه هم بدل شوي دي
فضلي د مسکو فارمټ اوسني فعالیتونه تر ډېره «نمایشي او سمبولیک» بللي او ویلي یې دي چې دغه ناستې نور د خپل جوړېدو د لومړنیو موخو په کچه اغېز نه لري
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي ناسته د اکتوبر پر پنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې وکړې
دغه ناسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو اختلافونو له امله هم تر اغېز لاندې وه او ګډونوال د ګډې اعلامیې پر متن هوکړې ته ونه رسېدل
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?