د بشري حقونو د څار سازمان: د افغانستان د جګړې قربانیان ۲۵ کاله وروسته هم د عدالت په تمه دي
د بشري حقونو د څار سازمان: د افغانستان د جګړې قربانیان ۲۵ کاله وروسته هم د عدالت په تمه دي
(بریانیوز سه شنبه (۱۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته هم د جګړې د جنګي جرمونو او نورو جدي سرغړونو ګڼ قربانیان د عدالت او جبران په تمه دي
دغه سازمان د جګړې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو د بشري حقونو او نړیوال بشري قانون د سرغړونو په اړه باید پلټنې وشي او قربانیانو ته د عدالت او جبران زمینه برابره شي
د سازمان د اسیا برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن ویلي، پرلهپسې امریکايي حکومتونو د خپلو ځواکونو د جدي سرغړونو په اړه لازم حسابورکونه نه ده کړې او هغه کسان چې تر ټولو ډېر زیانمن شوي، تر اوسه نه عدالت ته رسېدلي او نه یې مناسب جبران ترلاسه کړی دی
په اعلامیه کې د امریکايي ځواکونو له لوري د خپلسرو نیونو، شکنجې او له بندیانو سره د ناوړه چلند بېلابېلو مواردو ته اشاره شوې ده. د بېلګې په توګه، یوه افغان بزګر ویلي چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې په غزني کې هغه مهال ونیو چې د سترګو له عملیاتو وروسته د رغېدو په حال کې و. د هغه په وینا، د پوښتنو پر مهال وهل شوی او ورته روغتیايي پاملرنه نه ده شوې، چې په پایله کې یې خپله بینایي د تل لپاره له لاسه ورکړې ده. نوموړی وايي، هېڅکله پرې رسمي تور نه و لګېدلی او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې خوشې شو
دغه سازمان وايي، ځینې امریکايي پوځیان د افغان ملکي وګړو د ناقانونه وژنو په تړاو محاکمه شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۱۲ کال د ۱۶ ملکي وګړو د وژنې په قضیه کې رابرټ بېلز محکوم شو، خو د ورته نورو پېښو، له ډلې یې په ۲۰۱۴ کال کې د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د لږ تر لږه ۱۸ ملکي وګړو د وژنې قضیه، په اړه د یاد سازمان په وینا، لازمې قضايي پلټنې ونه شوې
په اعلامیه کې د جګړې د نورو ښکېلو اړخونو پر سرغړونو هم بحث شوی او ویل شوي چې پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو هم د جګړې پر مهال د بشري حقونو او نړیوال بشري قانون جدي سرغړونې کړې دي
د بشري حقونو د څار سازمان له ښکېلو هېوادونو غوښتي چې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي، عاملان حسابورکوونکي کړي او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته مناسب جبران ورکړي. دغه سازمان همداراز د افغانستان د تېرو او روانو نړیوالو جرمونو د اسنادو د راټولولو او ساتنې لپاره د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د عملي کېدو غوښتنه کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?