news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

قطر: د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې لا هم روانې دي

قطر: د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې لا هم روانې دي

قطر: د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې لا هم روانې دي

(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

قطر وایي، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو او پیغامونو د تبادلې بهیر لا هم روان دی او د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره منځګړیتوب دوام لري

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو او اړیکو څانګې مشر ابراهیم بن سلطان الهاشمي ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې روانې دي او قطر د خپلو سیمه‌ییزو شریکانو په مرسته د دواړو لوریو ترمنځ د پیغامونو په لېږد کې منځګړیتوب کوي

نوموړي ویلي، د منځګړیتوب هڅې پر دې متمرکزې دي چې داسې پرمختګ رامنځته شي چې د راتلونکو خبرو لپاره بنسټ وګرځي او د دواړو لوریو مهمې اندېښنې پکې په پام کې ونیول شي

الهاشمي ټینګار کړی چې د جګړې پراخوالی او هغه درانه لګښتونه چې نړۍ یې له امله زغمي، ټولې خواوې اړ باسي چې د خبرو له لارې د شخړې د سمدستي پای ته رسولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي

قطر تر دې وړاندې هم ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د پیغامونو په لېږد او غیرمستقیمو خبرو کې منځګړیتوب کوي. د سپټمبر په وروستیو کې هم د قطر له لارې تهران ته د واشنګټن پیغامونه رسول شوي وو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto