news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سعودي عربستان : د سوریې ولسمشر ریاض ته تللی، له محمد بن سلمان سره یې وکتل

سعودي عربستان : د سوریې ولسمشر ریاض ته تللی، له محمد بن سلمان سره یې وکتل

سعودي عربستان : د سوریې ولسمشر ریاض ته تللی، له محمد بن سلمان سره یې وکتل

(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی او د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان سره یې لیدلي دي

الشرع د اکتوبر پر شپږمه ریاض ته ورسېد او د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره یو ځای یې سفر کړی و. د رسېدو پر مهال د ریاض سیمې والي فیصل بن بندر بن عبدالعزیز د نوموړي هرکلی وکړ

په لیدنه کې د سوریې او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وشوې. دواړو لوریو د ګډو همکاریو او د سیمې د امنیت او ثبات اړوند موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده

د سوریې او سعودي عربستان اړیکې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال له سیاسي ترینګلتیا سره مخ وې، خو د هغه له واکه له لرې کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو او تماسونو کې د پراختیا هڅې شوې دي

د الشرع او محمد بن سلمان دا لیدنه په داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړیکې دوام لري. د سوریې ولسمشر تر دې مخکې هم د اپرېل په میاشت کې په جده کې له سعودي ولیعهد سره لیدلي وو

د سوریې د ولسمشرۍ د معلوماتو له مخې، په وروستۍ لیدنه کې د سوریې د بیارغونې، پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو موضوعات هم مطرح شوي دي. الشرع محمد بن سلمان ته سوریې ته د سفر رسمي بلنه هم ورکړې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto