news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کاناډا لومړی وزیر : مارک کارني د اکتوبر له ۲۱ تر ۲۳ ترکیې ته سفر کوي

د کاناډا لومړی وزیر : مارک کارني د اکتوبر له ۲۱ تر ۲۳ ترکیې ته سفر کوي

د کاناډا لومړی وزیر : مارک کارني د اکتوبر له ۲۱ تر ۲۳ ترکیې ته سفر کوي

(بریانیوز چهار شنبه (۱۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني ټاکل شوې د اکتوبر له ۲۱ تر ۲۳ پورې ترکیې ته سفر وکړي. دا به د کاناډا د یوه لومړي وزیر له لوري ترکیې ته د لومړي ځانګړي دوه‌اړخیز رسمي سفر په توګه ثبت شي

کارني به د سفر پر مهال په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ، کانونو، دفاع، امنیت او اقلیمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي

د کاناډا د لومړي وزیر دفتر ویلي، کارني به په استانبول کې له ترکي سوداګرو او پانګه‌والو سره هم وګوري او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به د کاناډا د فرصتونو په اړه خبرې وکړي. په ځانګړي ډول د انرژۍ، هوايي صنعت، پرمختللو ټکنالوژیو او مهمو کانونو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کېږي

دواړو هېوادونو د روان کال په جولای کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د یوه هر اړخیزه ازادې سوداګرۍ تړون پر لور د رسمي خبرو د پیل اعلان کړی و. د کاناډا د حکومت په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۵۰ سلنه زیاته شوې او په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو لوریو د توکو سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۴.۳ میلیارد کاناډايي ډالرو ته رسېدلی و

د کارني د ترکیې سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې کاناډا هڅه کوي له متحده ایالاتو پرته له نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto