د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په بېساري ډول ترینګلې شوې دي.
بریانیوز- چهارشنبه، ١٥ میزان ١٤٠٥
پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د پاکستان د نورو مخالفو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د دغه هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي؛ له همدې امله اسلاماباد په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان دننه د دغو ډلو د پټنځایونو او اهدافو د په نښه کولو په نوم هوايي بریدونه کړي دي. خو د پاکستان د دغو ادعاوو تر څنګ، په یادو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه هم په پرلهپسې توګه خپاره شوي، چې له امله یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ لا پسې ژور شوی دی.
د دغو بریدونو په لړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغانان وژل شوي او ګڼې کورنۍ د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو سره مخ شوې دي. د ملګرو ملتونو له لوري هم د دغو بریدونو په اړه مستند راپورونه خپاره شوي او د ملکي وګړو مرګژوبله پکې تایید شوې ده.
د موجودو شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان د بریدونو لړۍ په لاندې ډول دوام کړې ده:
۱۴۰۱ کال، د حمل میاشت: پاکستان پر کنړ او خوست ولایتونو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ کسان ووژل شول.
۱۴۰۲ کال، د حوت میاشت: پر خوست او پکتیکا ولایتونو بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې ۸ ولسي وګړي ووژل شول.
۱۴۰۳ کال، د قوس او جدي میاشتې: د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پرلهپسې بمبارۍ وشوې چې د راپورونو له مخې پکې ۵۰ ولسي وګړي ووژل شول.
۱۴۰۴ کال، د میزان میاشت: د پاکستان بریدونه پراخ شول او کابل، جلالاباد، خوست او پکتیکا یې په نښه کړل. په دغو بریدونو کې ۳۷ ملکي کسان ووژل شول.
۱۴۰۴ کال، د حوت میاشت: پاکستان یو ځل بیا جلالاباد، خوست او پکتیکا په نښه کړل چې په پایله کې یې ۱۸ ملکي کسان ووژل شول. په همدې لړۍ کې په کابل کې یو روغتون هم په نښه شو چې د راپورونو له مخې پکې ۲۶۹ کسان ووژل شول. وروسته کابل او کندهار هم په نښه شول چې په پایله کې یې ۶ ولسي کسان ووژل شول.
۱۴۰۵ کال، د جوزا میاشت: پر کنړ، خوست او پکتیکا بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۱۳ ولسي کسان ووژل شول.
۱۴۰۵ کال، د چنګاښ میاشت: پکتیکا، پکتیا او کنړ په نښه شول چې په ترڅ کې یې ۱۸ ملکي کسان ووژل شول.
وروسته د کنړ د شیګل ولسوالۍ او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په سیمو کې هم بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۹ ملکي کسان ووژل شول.
دا یوازې شمېرې نه دي؛ د دغو شمېرو تر شا انسانان دي، کورنۍ دي او هغه کسان دي چې د خپلو عزیزانو تر څنګ یې ژوند له لاسه ورکړی دی. هره شمېره د یوې کورنۍ د غم، د یوه کور د تشېدو او د یوه ژوند د پای ته رسېدو معنا لري.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو هم په بېلابېلو راپورونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه مستند معلومات وړاندې کړي او د ملکي کسانو وژل یې تایید کړي دي.
بل لور ته، طالبانو هم په بېلابېلو مواردو کې پر پاکستان د بریدونو ادعا کړې او تل یې ویلي چې د پاکستان د بریدونو ځواب به ورکوي. خو د هلمند او کنړ په وروستیو بریدونو، چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه ورسره تړلي دي، د طالبانو له لوري د ورته څرګند او مشخص غبرګون څرک نه لیدل کېږي.
تر دې مهمه، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده، چې د دې ډلې تر ټولو لوړ تصمیمنیونکی چارواکی بلل کېږي، د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په ښکاره او مستقیم ډول د دغو بریدونو په اړه د خپل دریځ په بیانولو کې چوپ پاتې شوی دی.
د طالبانو د مشر دغه چوپتیا اوس دا پوښتنه راولاړوي چې د لسګونو ملکي افغانانو د وژل کېدو په وړاندې د طالبانو د امیر ولې څرګند دریځ نه لیدل کېږي؟
هغه مشر چې د طالبانو د نظام د مهمو سیاسي او امنیتي پرېکړو وروستی مرجع بلل کېږي، ولې د پرلهپسې بهرنیو بریدونو او د افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه له ولس سره مستقیمې خبرې نه کوي؟
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، د پرلهپسې بریدونو او د ملکي تلفاتو په دوام کې د ملا هبتالله چوپتیا، د طالبانو د حکومت د حسابورکولو او د ولس پر وړاندې د دې ډلې د مسؤلیت په اړه جدي پوښتنې لا هم بېځوابه پرېږدي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?