news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : د الهان عمر پر کور د امریکايي ځواکونو چاپه؛ نوموړې پېښه سیاسي ځورونه بولي

واشنګټن : د الهان عمر پر کور د امریکايي ځواکونو چاپه؛ نوموړې پېښه سیاسي ځورونه بولي

واشنګټن : د الهان عمر پر کور د امریکايي ځواکونو چاپه؛ نوموړې پېښه سیاسي ځورونه بولي

(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا د کانګرس د مسلمانې غړې الهان عمر پر کور د پلټنو لپاره د امریکايي ځواکونو د ورتګ خبر خپور شوی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د امریکا عدلیې وزارت تایید کړې، چې ځواکونه د محکمې د حکم پر بنسټ د نوموړې کور ته ورغلي وو

الهان عمر، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سرسختو سیاسي مخالفانو څخه ده، دغه پېښه سیاسي ځورونه بللې او د ټرمپ پر وړاندې یې خپل مخالفت ته د دوام ورکولو ژمنه کړې ده

نوموړې ویلي، ټرمپ تل پر هغې بې‌ځایه تورونه لګولي، خو د دې فشارونو له امله به چوپه خوله پاتې نه شي او خپل سیاسي دریځ به څرګندوي

د الهان عمر او ډونالډ ټرمپ ترمنځ سیاسي اختلافات له کلونو راهیسې دوام لري. عمر د ټرمپ پر سیاستونو او څرګندونو نیوکې کړې دي، په داسې حال کې چې ټرمپ هم څو ځله د نوموړې پر دریځونو سختې نیوکې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto