افغان کډوال : اروپايي ټولنې له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ
(بریانیوز سه شنبه (۲۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
اروپايي ټولنې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ، بیا مېشتېدو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی
دغه ژمنه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د نوي استازي نیکولا بیلومو ترمنځ په لیدنه کې شوې ده
په دې لیدنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو د وضعیت، د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو، د بیا مېشتېدو او د ستونزو د بنسټیز حل لپاره د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي
نیکولا بیلومو د میلیونونو افغانانو د راستنېدو بهیر ته په اشارې ویلي، چې د دومره لوی شمېر کسانو بېرته ستنېدل له ګڼو ستونزو او پېچلو وضعیتونو سره مل وي. نوموړي د دغه بهیر د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې هم ستایلې دي
د اروپايي ټولنې نوي استازي ډاډ ورکړی، چې دغه ټولنه به له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د راستنېدونکو د ملاتړ په برخه کې به همکارۍ روانې وساتي
افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي د کور، کار، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو اړتیا نوره هم زیاته کړې ده
د راستنېدونکو د اوږدمهاله بیا مېشتېدو لپاره د بشري مرستو ترڅنګ، د کارموندنې، استوګنې او بنسټیزو خدمتونو برابرول هم مهم بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?