پاکستاني ځواکونو د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پر ولسي کورونو برید کړی؛ طالبان وايي دا عمل د اوربند ښکاره ماتول دي
کابل – (ځانګړې راپور): فهیم شاهين آزاد ژورنالیست
د طالبانو د حکومت سرچینې وايي چې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې پر ولسي کورونو برید کړی دی. د یوه ولایتي چارواکي په وینا، دا برید د جمعې ماښام مهال د ارګون ولسوالۍ د "خانهدار" کلي په یوه کور ترسره شوی، چې له امله یې څو ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي
سرچینه زیاتوي، په پام کې وه چې د شنبې په ورځ د طالبانو حکومت یو پلاوی له پاکستاني استازو سره د پولهيې کړکېچ د کمولو په اړه خبرې وکړي، خو دا پېښه ښيي چې پاکستان د اوربند او ژمنو درناوی نه دی کړی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې امارت تر هغه د اوربند ژمن پاتې دی، څو د افغانستان پر خاوره "تجاوز" ونه شي. خو د تازه برید په تړاو یې تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې
له بلې خوا، د پاکستان حکومت هم تر دا مهاله په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی
د سیمه ییزو شنونکو په باور، دا ډول بریدونه کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې کړکېچنې کړي، او د پوله يې امنیتي وضعیت د لا خرابېدو لامل شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF