د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون وایي، چې د جمعې په ورځ (د عقرب ۹مه) پاکستان له خپلې خاورې نږدې ۷،۹۴۵ افغان کډوال ایستلي دي
دغه کمېسیون نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موده کې له ایران څخه هم ۴۲۲ افغانان، ځینې په زور او ځینې په خپله خوښه، بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي
د خبرپاڼې له مخې، یاد کډوال د سپین بولدک، بهرامچې، اسلامقلعه او د سلک پله له بندرونو څخه افغانستان ته داخل شوي دي
د طالبانو د کډوالو چارو مسؤلین وایي، چې د بېرته ستنو شویو کډوالو له ډلې ډېری هغه کسان دي، چې د اسنادو له نشتوالي، نیونې او یا د پاکستان د تازه پلي شویو پالیسیو له امله له خپلو مېنو شړل شوي دي
په وروستیو اوونیو کې پاکستان د «بېسند افغان کډوالو» د ایستلو لړۍ تېزه کړې، چې د ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو د ملاتړ بنسټونو اندېښنې یې راپارولي دي
دغه بنسټونه وایي، د ژمي په درشل کې د زرګونو افغانانو شړل د بشري ناورین خطر زیاتوي، ځکه ډېری بېرته راستانه شوي کسان نه د استوګنې ځای لري او نه هم د ژوند د اړینو اړتیاوو وس
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF