هندوستان : په فضایي ټکنالوژۍ کې د هند تاریخي لاستهراوړنه؛ د تر ټولو ستر راکټ بریالی توغول
نوی ډیلي – د هند د فضایي څېړنو اداره (ISRO) نن د هندوستان هېواد په فضایي تاریخ کې نوې پاڼه واړوله، ځکه چې د دې ادارې لهخوا تر ټولو ستر او پرمختللی راکټ په بریالۍ توګه فضا ته وتوغول شو
د معلوماتو له مخې، د راکټ ټولیز وزن شاوخوا ۴۴۱۰ کیلو ګرامه و، او دا تر اوسه پورې د هند له لوري فضا ته لېږل شوی تر ټولو دروند او پرمختللی راکټ بلل کېږي
د هند د فضایي چارو چارواکو ویلي، د دغه ماموریت اصلي موخه د مخابراتي سپوږمکۍ ځای پر ځای کول دي چې د هند د سمندري ځواکونو، بېړیو، اوبتلونو او الوتکو تر منځ د اړیکو د لا ښه کولو لپاره کارول کېږي
دوی زیاته کړې، دا سپوږمکۍ به د دفاعي او استخباراتي برخو تر څنګ، د هند د بیړني مخابراتي شبکو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د راکټ د بریالي توغولو په مناسبت ویلي، دا د هند د ساینسپوهانو او انجنیرانو د زحمت او نوښت څرګندونه کوي.
هند اوس نه یوازې د فضا د څېړنې برخه کې ځان ثابت کړی، بلکې موږ هوډ لرو چې تر ۲۰۴۰ کال پورې خپل ستورمزلی سپوږمۍ ته واستوو
یاده لاستهراوړنه د هند لپاره یو ستر پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه چې دا هېواد غواړي په نږدې راتلونکي کې د نړۍ د مخکښو فضایي قدرتونو له ډلې واوسي
کارپوهان وايي، دا توغندیز ماموریت به د هند د دفاعي وړتیاوو، مخابراتي نظام، او نړیوال اعتبار د لا لوړولو سبب شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1619
-
اخبار افغانستان
623
-
مقاله
265
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl